سیاست

داساسي قانون دتصويب اوونۍ ونمانځل شو .

کابل باختر د مرغومي څوارلسمه

  دهيواد داساسي قانون دتصويب اوونۍ نن دملي دفاع په وزارت کې ونمانځل شوه .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخي په هغو مراسمو کې چې له همدي امله پرځاى شوي وو دملي دفاع وزارت مرستيال تورن جنرال همايون  فوزي ددغه وزارت دحقوقو رييس تورن جنرال امين الله نورستاني ، داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون داساسي قانون د ديپارتمنت  رييس فاروق  فاکر دهيواد رياضي پوه  او فيلسوف  محمد صديق افغان او دستردرستيز  دحقوقو  رييس عبدالمجيد نايب داساسي قانون  داړتيا او دنظم په ټينګښت او عامه سوکالي کې دهغه درول په اړوند  خبري وکړي .

 دمراسمو په پاى کې دملي دفاع وزارت افتخاري نښانونه دهمايون فوزي له خوا محمد صديق افغان او دهيواد داساسي قانون دديپارتمنت  رييس ته ورکړ شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته