سیاست

ډاکترانوري له افغان پناه غوښتوونکوڅخه د استراليا د دولت د ملاتړ غوښتنه وکړه

کابلباختر دسرطان ٣٠
دمهاجرينو د را ستنولو د چارو وزير د استراليا له دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.
ډاکترجماهير انوري په کابل کې د استراليا له سفير سره په کتنه کې دهغه موافقه ليک د جزئياتو په باب خبرې وکړې چې په دې وروستيو وختوکې د استراليا دصدراعظم او د ګينه نو له پرمختيايي دولت سره لاسليک شوى دى.
ددغه موافقه ليک له مخې، د جولاى د مياشتې له شلمې نيټې وروسته که چيرې پناه غوښتوونکي د استراليا په اوبوکې ونيول شي؛ ګينه نوته استول کيږي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ډاکتر جماهير انوري په دې کتنه کې يوځل بيا په استراليا کې دپناه غوښتوونکو د حالت او ددغه هيواد په اوبوکې دافغانانو دڅارنې او دهغې د برخليک په باب د افغانستان د دولت په تيره بيا د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت انديښنه د استراليا سفير ته څرګنده کړه او له ده څخه يې وغوښتل چې هيواد يې د افغان مهاجرينو ملاتړ وکړي او د هغوى د ژوندانه دساتنې په خاطر دې داستراليا په اوبوکې دپناه غوښتوونکو دڅارنې په باب لازم احتياط و کارول شي.
ډاکترانوري دغه راز د استراليا له حکومت څخه وغوښتل په هغه صورت کې چې افغان پناه غوښتوونکي له لاسليک شوى موافقه ليک سره سم ګينه نوته استول کيږي، بايد له هره پلوه يې ملا تړ وشي او هغوى ته د ژوندانه مناسب شرايط برا بر کړاى شي.
ډاکترانوري دغه راز يوځل بيا د استراليا له سفير څخه وغوښتل چې هيواد يې دغير قانوني مهاجرت په خطرونو د پو هاوي او د انسان د قاچاقو د مواردو په باب له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
په دې کتنه کې په باريک آب کې د ميشتو مهاجرينو د ستونزو په باب هم خبرې وشوې او غوښتنه وشوه چې د استراليا دولت دې د څښاک د اوبو د برابرولو ، روغتيا ، روزنې، ترانسپورت اود خلکو د اړتيا وړ په نورو برخوکې همکاري وکړي.
د استراليا سفير دطرحه شويو غوښتنو د عملي کولو په برخه کې دخپل هيواد دهمکارۍ ژمنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د باريک آب ښار ګوټي ستونزې به ډير ژر حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته