امنیت

د داعشيانو شل تنه غړي ووژل شول

کابل باختردغويي دمياشتې ٩ مه :
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د٢٠١سيلاب قول اردو د منسوبينو په عملياتوکې چې د ننګرهار ولايت د لته بند په بازار او د اچين ولسوالۍ په مومند دره کې ترسره شول، د داعش د ډلې شل تنه غړي ووژل شول او د هغوى  يو توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا او څلور کلاشينکوفونه د امنيتي منسوبينو لاسته ورغلي دي او دغه راز د وسايطو ضد يو ماين د لاغرجوى په ساحه کې کشف او شنډکړاى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته