اقتصاد

دبريښنا رياست وياند: دبريښنامصرفکوونکو څه دپاسه درې مليارده درې سوه پنځلس مليونه افغانۍ لګښت نه دى ورکړ شوى.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دبريښنا شرکت وياند دبريښنا له مصرفکوونکو څخه وغوښتل چې دخپلې بريښنا دلګښت پيسې تحويلې کړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي نن په يوه خبري غونډه کې چې دبريښنا دپوروړو په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په مقصد په دغه شرکت کې جوړه شوې وه دبريښنا له ټولو غوښتوونکو او پوروړو څخه وغوښتل چې ډير ژر دى دخپل بريښنا دلګښټ پيسې تحويلې کړي له دې پرته به عدلى او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
ده په کابل ښارکې دنفوسو زياتوالي او دمتقاضيانو زياتوالى ته په شارې سره ديو شمير ښاريانو، دولتي او خصوصي مرکزونو له خوا دبريښنا دلګښت دپيسو دنه ورکولو په اړوند څرګنده کړه چې په ټوليزه توګه ددغه شرکت مشترکين درې مليارده درې سوه پنځلس مليونو يوسلو دوه څلويښت زره افغانۍ پوروړي دي چې يو مليارد افغانۍ دولتي ادارې پوروړي دي .
ده وويل دجمهور رييس دحکم له مخې د دولتي ادارو له خوا ددغو پيسو دنه ورکولو په صورت کې دهغوى له بودجې څخه وضع او ددغه شرکت حساب ته به وليږدول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته