امنیت

د سياه ګرد ولسوالۍ په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٦  :
د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تيرې شپې په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ټپي شو.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د وسله والو طالبانو او دملي پوليسو او دعامه نظم دپوليسو ترمنځ   دپروان ولايت د غوربند درې د سياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دغه  جګړه  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسياه ګرد ولسوالۍ دسرخي دکلي په امنيتي پوستې بريد وکړ  چې دملي پوليسو دځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شو او د دوى ترمنځ  جګړه ونښته.
خبرځاى وويل چې د دغې نښتې په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ټپي شو.
ټپي طالب همدا اوس دپوليسو له ځواکونوسره دى او د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته