نړۍ

دچين د وريښمو لارې نړيوال کنفرانس پيل شو

پيجينګ  باختر دثور ٢٤:
  ديوکمربند _ يو واټ په نامه دوريښمو لارې دنړيوالې همکارۍ کنفرانس نن سهار دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس  شي جين پينګ په وينا سره پيل شو .
  په دې غونډه کې  چارواکو، څيړونکو  ، کارپوهانو ، مسوولينو اوزيات شمير مشرانو او له ١١ هېوادونو او سيمو څخه دوه سوه تنو استازو او دغه راز دشپيتو سازمانونو استازو  پګې ګډون درلود .
دچين دولسي جمهور رييس (شي جين پينګ) ددغه کنفرانس دپرانستلو په مراسمو کې  په خپلو خبرو کې  دوريښمو لرغوني واټ دبشر ارزښتناک  ميراث وباله چې په هغه کې همکارۍ ، سوله ، ازادي ، زده کړه متقابله  روزنه اوګډې ګټې پکې شته .
ده وويل :دنړۍ داقتصاد پراختيا نوى محرک ځواک ، هراړخيزو او برابرو ګټو ته اړتيا لري او دزياتو ګټو او لږو  ګټو طبقو  ترمنځ واټن راکم شي .
دچين مشر دغه راز دنړۍ په ځينو سيموکې پرله پسې ناارمي  دتروريزم چټکه پراختيا او دسولې  اوپراختيا دهدفونو دتحقق لپاره دکارنيمګړتيا هغه ستونزې وبللې  چې ټول بشريت ورسره مخامخ دى .
شي جين پينګ  وويل: په تيرو څلورو کلونوکې ديوکمربند – يو واټ  په نامه ديو پيشنهاد له وړاندې کولو وروسته  څه دپاسه سلو هېوادونو خپل ملاتړ اعلام کړ اويا يې په خپله په دغو اړوندوفعاليتونوکې برخه اخستې  ده .
ديادونې وړ ده دملګروملتو دسازمان عمومي منشي دنړيوال بانک رييس او دغه راز دپيسو نړيوال صندوق استازي او دهېوادونو ٢٨ تنه مشران  ددغه  دوه ورځنى  کنفرانس ځانګړي ميلمانه دي .
چين غواړي ددغه  ستر کنفرانس دجوړولو له فرصت څخه  په استفادې سره  چې دزياترو هېوادونومشران او مقامونه پکې برخه لري  دوريښمو د نوي لارې  دبنسټيزو  طرحو داجرا لپاره يو مناسب  بنسټ برابر کړي .
دنړيوالې  همکارۍ پياوړتيا او په ګډه  دوريښمو دلارې جوړول  ددغه نړيوال کنفرانس موضوع ګانې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته