ورزش

په کابل ښارکې دباسکتبال انتخاباتي سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
په کابل ښارکې نن دنجونو دباسکتبال انتخاباتي سيالۍ پيل شوې .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې .دغه سيالۍ چې دبدني روزنې او ورزش د رياست په لوبغالي کې ملي ټيم او دځوانانو ټيمونو ته دغوره څيرود انتخابولو په مقصد پيل شوې دي پنځه ورځې دوام کوي.
په دغو سياليو کې له مرکز څخه دولتي ټيمونه او دبلخ ،هرات ،قندهار ،باميانو او دغزني دولايتونو ټيمونه ګډون لري دباستکبال دملي ټيم ښوونکى انجينير عبدالوسع دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ چې ديو سلو ديرشو ورزشکارانو په ګډون په کابل کې پيل شوې دي چې په پاى کې به دنجونو د باسکتبال ملي ټيم ته څوارلس غوره څيرې او دځوانانو ملي ټيم ته دولس غوره څيرې انتخاب شي.
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ دسرې مياشتې او د سنګر دټيمونو ترمنځ دنمايشي سيالي په ترسره کولو سره پيل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته