امنیت

له پوليسو سره په نښته کې د دوو تنو غلو وژل کيدل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لومړۍ
دوه تنه غله دغور ولايت په دولينه ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دغور ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهل غوري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه غله تېره شپه په بندباين سيمه کې له پوليسو سره جګړه وکړه چې امله يې دغه دوه تنه غله ووژل شول.
دچهل غوري دڅرګندونو له مخې : دغه دوه تنه غله د طالبانو دپوځي شورا د رييس مولوي عبدالکريم له افرادو څخه و چې د شهرک او دوه لينه په ولسواليوکې يې فعاليت درلود.
ده زياته کړه چې پوليسو دوه ميله وسلې هم ترلاسه کړې او د دواړو غلو مړي د غور ولايتي روغتون ته ليږل شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې مسافرينو تل د وسله والوکسانو له خوا په دې لاره کې د وسله والوغلا او ځورنې له امله شکايت درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته