سیاست

د ځوانانو ترمنځ له روږديتوب سره دمبارزې په لاره کې دحکومت دزياتو هڅو غوښتنه وشوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٨ :
دهرات والي محمدآصف رحيمي  له  جګپوړي مرکزي هيئت سره  په کتنه کې   دځوانانو ترمنځ له روږديتوب سره دمبارزې په لاره کې  دمقاماتو او وزارتونو  دجديت غوښتنه وکړه .
دهرات والي  چې پرون له غرمې مخکې يې دښځو دچارو له وزيرې دلبرنظري ، دکار  اوټولنيزو چارو وزارت له معين او په افغانستان کې  دملګروملتو سازمان دسرمنشي  دځانګړي استازي له مرستيال سره کتنه وکړه دځوانانو ترمنځ يې دروږديتوب دزياتوالي او دروږدو کسانو ددرملنې په خاطر  دامکاناتو دکمښت له امله انديښنه څرګنده کړه او له مرکزي مقاماتو  او په تيره بيا  نړيوالو بنسټونو اودښځو چارو له وزارت څخه  يې په دې لاره کې داساسي پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه .
دښځو دچارو وزيرې  هم  په ځينو ولسواليو کې  دميرمنو دروږديتوب له امله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې دځوانانو ترمنځ دروږديتوب موضوع په يوه ټولنيزه ستونزه بدله شوې ده  او کابينې هم په دې لاره کې يولړ تصميمونه نيولي دي.
دلبرنظري ډاډورکړ  چې له موجودو امکاناتو څخه دروږدو ميرمنو ددرملنې  سره  دمرستې په مقصد استفاده کيږي.
له بله پلوه په افغانستان کې دملګروملتو سازمان  دځانګړي استازي مرستيال   پارنيل کارديل   دهرات ولايت په کچه  دعمومي حالت ښه والي ته په اشارې سره  ټينګار وکړ چې نړيوالې موسسې په دغه ولايت کې په بيلابيلو برخو کې دپانګې اچونې علاقمندي لري.
دمرکزي مقاماتو لوړ رتبه هيئت   دسولې په بهير کې دښځو درول  په يو ورځني کنفرانس کې دګډون په مقصد دهرات ولايت ته سفر کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته