ایبک /دمرغومي۴/باختر
په سمنګانو کې نن مالدارانو ته د حیواني توکو د وېشلو پړاو پیل شو .
د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد رحمان ارغندیوال باختر آژانس ته وویل چې ٨٠ ټنه خوراکي توکی چې د آلمان دولت د سمنګانو هغو یو زرو دېرشو مالدارانوته چې د کرونا د ناروغۍ او د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې ، دغې ادارې ته ورکړې.
ارغندیوال زیاته کړه چې دغه حیواني خوراکي توکي له ١٠ ډوله توکوڅخه ترکیب او تولید شوي دي او یوه پسه ته په ورځ کې٣٠٠ ګرامه په پام کې نیول شوې دي .
پای شکریه
2 د یوې دقیقې څخه لږ