کابل، د زمري ۲ مه، باختر
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلاوونو یو شمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سېلاو ځپلو هېوادوالو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغوی ته یې خپل د ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
هغه شهیدانو ته له الله متعال څخه جنت الفردوس او وارثانو ته یې د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کړې او همدارنګه د زیانمنو شویو هېوادوالو له کورنیو سره یې په غم کې ځان شریک بللی دی. د ریاست الوزرا مرستیال اړوندو ادارو ته امر کړی، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
ن.ر