سیاست

دانتخاباتو دکميسيون وياند : دپارلماني انتخاباتو لومړنى پايلې د ليندى دمياشتې په دويمه نيټه اعلامېږي .

کابل باختر د لړم  دولسمه :
دانتخاباتو  خپلواک کميسيون وياند  سيد حفيظ الله هاشمي نن په يوه  خبري غونډه کې وويل چې داستازو دمجلس دانتخاباتو لومړنى پايلې به دروان کال دليندى دمياشتې په دويمه نيټه اعلام شي .
ټاکل شوې وه دانتخاباتو دکميسيون دمهال ويش دجدول  پربنسټ  داستازو دمجلس دانتخاباتو لومړنى پايلې دلړم دمياشتې په نولسمه نيټه او وروستۍ  پايلې   د ليندۍ دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه اعلام شي .
دباختراژانس خبريال ليکي: دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند په دې غونډه کې دپارلماني انتخاباتو دلومړنيو پايلو په اعلام کې دځنډ علت ځينې تخنيکي ستونزې درايو تصفيې ته اړتيا او له ځينو ولايتونو  څخه درايو دصندوقونو ليږدونه وبلله او ويې ويل چې دغه  موارد ددې سبب شوي دي چې دپارلماني انتخاباتو دلومړنيو پايلو داعلام په تقويم کې بدلون رامنځته شي .
ده زياته کړه چې دپارلماني انتخاباتو وروستۍ  پايلې به دلومړنيو پايلو له اعلام څخه يوه مياشت وروسته اعلام شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند په ټينګار سره وويل چې دغه کميسيون ژمن دى چې درايو دتصفيې په بهير کې چې پاکې راى له ناپاکو رايو څخه په هرې ممکنې وسيلې سره جلا کړي او پارلمان ته دمستحقو  کسانو دلارې موندنې زمينه برابره کړي او هغو ټولو ناخوالو به چې دپارلماني انتخاباتو په بهير کې رامنځته شوي دي رسيدګي وشي .
  دهاشمي دڅرګندونوله مخې، تراوسه پورې د ٢٣ ولايتونودرايو صندوقونه مرکز ته رسيدلي دي او ټاکل شوې ده چې دقندهاراو هلمند دولايتونو درايو صندوقونه مرکز ته  ورسيږي . او درايو شميرنه او درايو په تصفيې کار دوام لري .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند دقندهار ولايت دراى ورکوونکو په ګډون دروان کال دتلې دمياشتې د  ٢٨ او  ٢٩ نيټو دانتخاباتو دګډونوالو شمير څلور مليونه  دوه سوه اتلس زره پنځه سوه درې ديرش تنه وبلل او ويې ويل چې دانتخاباتو لپاره دليکل شويو نومونو شمير څه دپاسه اته مليونه اته سوه درې څلويښت زره تنه وو چې په ټوليزه توګه اته څلويښت سلنه خلکو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون کړى دى چې  ٦٤ سلنه  يې نارينه او نور ښځي دي .
ده يوځل بيا ټينګار وکړ چې ټاکل شوې ده  دجمهوري رياست  او دولسواليوشوراګانو دانتخاباتو تقويم دسياسي ګوندونو او جريانونو او دکتوونکو دوړانديزونو او طرحو پربنسټ دهمدې اوونۍ په پاى کې اعلام شي .
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ځينو  مسوولانو ويلي دي چې دجمهوري رياست دانتخاباتو  دنوماندانو نوم ليکنه دې دروان کال دليندى دمياشتې  په  ٢٤ نيټه پيل شي او ددوى دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده دجمهوري رياست انتخابات د  ١٣٩٨ کال دوري دمياشتې په يوديرشمه نيټه ترسره شي .  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته