فرهنګ

د هنرمندانو ډله ييزه تابلو د سوغات په توګه د اطلاعاتواو فرهنګ د وزارت سرپرست ته ورکړې شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسقيۍ په برخه کې د آرکستر د ډلې غړي سخي کريمي د دغې ډلې د هنرمندانو ډله ييزه تابلو د سوغات په ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړه.
د باختر آژانس خبريال خبر راکړ:
د سخي کريمي د څرګندولو مخې: دغه تصوير په ١٩٧٠ لسيزې پورې اړه پيدا کوي؛ هغه وخت چې موسقيۍ پيژندل شوي ستوري لرل.
وروسته ډاکتر سيدمخدوم رهين د هيواد له مشهور سندرغاړي سخي کريمي څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه تابلو په هيوادکې د دموکراسۍ لسيزه موږ ته را يادوي؛ هغه وخت چې دغه لسيزه د احمد ظاهر په لسيزې هم شهرت لري او د ظاهر هويدا او د نورو په شان فقيد هنرمندان چې نن له موږ سره نشته؛ اروا دې ښاده وي.
دغه تابلو په خپله د افغانستان د موسقيۍ د بشپړتيا او سوچه والي په لور زموږ د موسقيۍ د تاريخ يوه څرګندويه پاڼه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته