روغتیا

په بلخ کې ددوو روغتيايي کلينيکونو دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر دثور  اوولسمه :
  دبلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ  کې پرون ددوو روغتيايي کلينيکونو دجوړولو کار پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  دغه کلينيکونه  ددولت  له بودجې  څخه دپنځه  سوه زرو امريکايي ډالره په لګښت ددغه ولايت ددولت اباد ولسوالۍ دشاخ مغيلان  او اورته شاخ  په کليو کې جوړيږي
ددغو  ودانيو دجوړولو دکار په پرانستلو کې دبلخ ولايت  د  عامې روغتيا رييس ډاکتر ميرويس  ربيع  ، دملي او ولايتي شورا وکيلانو ، قومي مخورو او ددغو کليو اوسيدونکو ګډون درلود .     ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته