کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
وسله والو طالبانو پرون په غزني کې دوه ملکیان او یو پوځي په ډزو سره شهیدان کړل.
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه کسان چې جغتو ولسوالۍ ته روان وو؛ د غزني د خوږیاڼیو ولسوالۍ په مربوطاتوکې له موټر څخه کښته او شهیدان کړل.
پای/سعیده