کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٠ :
د زابل ولايت سرپرست ډاډ ورکوي چې افغان امنيتي ځواکونه د دغه ولايت په ګوټ ګوټ کې دياغيانو دځپلو ځواکمني لري .
مخکې له دې په ولسي جرګه کې د زابل ولايت وکيلانو ويلي و چې دبهرنيو وسله والو ځواکونوراټوليدل او ددغه ولايت په ځينو ولسواليوکې د دوى دکورنيو ځاى پرځاى کيدل د خلکو د انديښنې سبب شوي دي.
دوى وويل چې په دې وروستيو وختو کې دبهرنيو جګړه مارانو ١٥٠ کورنۍ په وسلو سمبالې د زابل ولايت د خاک افغان ، د اى چوپان او د نوبهار په ولسواليو کې ځاى پرځاى شوې دي.
د زابل ولايت سرپرست محمداشرف ناصري د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دپاکستان د اردو د عملياتو له پيل کيدو وروسته له پولې څخه را اوښتي دي او په سرحدي سيموکې ځاى پرځاى شوي دي.
ناصري زياته کړه: که چيرې دوى د مخالفت سر پورته کړى د افغان امنيتي ځواکونوله خوا به وځپل شي .
په همدې حال کې يوشمېر افغان امنيتي او پوځي کارپوهان ټينګار کوي او وايي: که چيرې بهرني وسله وال کسان چې همدا اوس په افغانستان کې شپې سبا کوي؛ وپيژندل شي او ونه ځپل شي؛ په راتلوونکي کې به د هېواد امنيت له ګواښ سره مخامخ شي .
0 1 دقیقه لوستل