نړۍ

په غزه کې د اسراييلو په ننيو بريدونوکې د څه ناڅه ٤٠ تنو وژل کيدل

غزه-رويترز – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
په غزې د اسراييلو په ننيو بريدونوکې څه ناڅه ٤٠ تنه وژل شوي دي.
باختر آژانس د رويټرز دخبري آژانس له خولې خبر راکړ چې دغه کسان دغزې په تړانګې د اسراييلو د توپچي پوځ په بريدونوکې وژل شوي دي او د ځينوکسانو مړي په واټونوکې پراته دي او په زرګونو تنه روغتونونو ته روان وو چې ټپيان وليږدوي.
هغه ويډيويي تصويرونه چې د سيمې د يو اوسيدونکى له خوا رويټرز ته ورکړى شوي دي د دريو ماشومانو په ګډون دڅه ناڅه دولسو تنو مړي ښيي چې په واټونو کې پراته دي .
يوه بوډا سړي د غزې په شفا روغتون کې وويل: له ١٩٦٧ ميلادي کال راپه دې خوا چې اسراييلو غزه ونيوله؛ په منځني ختيځ کې دا ډيره سخته جګړه وه.
د غزې طبي خبرځايونو وويل چې دوى ٤٠ مړي شميرلي دي او په نننيو بريدونو کې څه ناڅه ٤٠ تنه ټپيان شوي دي او په زرګونو تنه نور د شجاعيه له ناحيې څخه په پلي توګه تښتيدلي دي او ځينې نورهم د لارۍ موټرو په واسطه له کورنيو سره يې له دغه ځاى څخه وتلي دي .
داسراييلو د دفاع وزارت يوه ويندوى وويل چې دوه ورځې مخکې د شجاعيه دسيمې اوسيدونکو ته خبر ورکړ شوى و چې له دغې سيمې څخه دې ووځي.
دغه راز اسراييلو له خبريالانو څخه غوښتي دي چې له غزې څخه دې ووځي، له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي.
تراوسه پورې ديپلوماتيکي خبرځايونو داسراييلو او دحماس د ډلې ترمنځ په اوربند نه دي بريالي شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته