ټولنه

په کابل کې له پنځو زرو څخه زيات نيالګي کښينول کيږي

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

ټاکل شوې ده  داقاخان دمرکز له خوا دکابل ښاروالۍ په همکارۍ دکابل ښار په بيلابيلو سيمو کې له پنځو زرو څخه زيات نيالګي کيښودل شي.

دباختراژانس دخبرله مخې،  داقاخان مرکز څه دپاسه پنځه زره بي ميوې نيالګي دکابل ښاروالۍ په واک کې ورکړي او له پلان سره سم په داسې حال کې چې کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش اوپه کابل کې داقاخان استازي شيرباز حکيمي  هم شتون درلود نن  دپنځمې ناحيې اودهغې ګاونډيو سيمو کې کښينول  چې .په ايښودلو کې يې دوه زره پنځه سوه تنه رضاکار هلکان او نجونې په داسې حال کې چې په ځانګړو جامو ملبس وې  بوختي وې .

کابل ښاروال دنيالګيو دايښودلو داشر په وخت کې له کابل ښاريانو څخه وغوښتل  چې دکابل ښار په سمسورتيا اوپاکي کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته