امنیت

د طالبانو يو جګپوړى قوماندان په ميدان وردګوکې ووژل شو

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٥
د وسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان په ميدان وردګو ولايت کې د نوې جګړه په بهيرکې ووژل شو.
په دې جګړه کې چې تېره شپه ناوخته د جلريز ولسوالۍ د اسماعيل په کلي کې ونښته؛ د طالبانو د ډلې درې تنه افراد ټپيان شول.
جګړه دپوځي عملياتو په بهيرکې هغه وخت ونښته چې پوځيانو دوسله والو طالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان ملا وزير ووژل شو او درې تنه افراد يې ټپيان شول.
ده وويل چې په دغو عملياتوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :
په چاويدونکو توکو يو بار يو موټر د امنيتي ځواکونو له خوا په ميدان وردګو ولايت کې کشف شو.
دغه موټر تېره شپه ميدان ښارته روان و چې د جغتو ولسوالۍ د محى الدين په ساحه کې کشف شو.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دغه موټرکې په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
خوږياڼي تاييدکړه چې طالبانو له دغو چاوديدونکو توکو څخه په استفادې سره غوښتل ملکي وګړو ته خونړۍ پيښه رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
ويل کيږي د دغه موټر چلوونکى په تيښتې بريالى شوى دى او د هغه د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته