امنیت

طالبان د سر په درندو زيانونو سره له کندز څخه د تيښتې په حال کې دي

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤
طالبانو ته د کندز په جګړوکې د سر دروند زيان اوښتى او ويل کيږي د تيښتې لاره لټوي.
دکوماندو ځواکونه د نورو پوځيانو ترڅنګ د تيرې شپې په بهيرکې په دې بريالي شول چې د کندز ښار زياتې برخې له طالبانو څخه بېرته ونيسي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: همدا اوس يواځې په څو مشخصو سيمو او له دې جملې څخه د ناصريانو په کلي او د کندز ښار د سپين زر شرکت په ساحه کې د طالبانو او پوځيانو ترمنځ جګړې دوام لري .
د کندز اوسيدونکي وايي چې طالبان په زياترو سيمو په ملکي خلکو ډزې کړې دي.
د کوماندو ځواکونو يوه وياند جاويد سليم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کوماندو ځواکونو د نورو ځواکونو ترڅنګ تېره شپه د ښار زياته برخه له طالبانو څخه بېرته نيولې ده .
ده وويل: طالبان له کومې ساحې څخه چې تيښتي؛ هغې سيمې ته اوراچوي.
په همدې حال کې په خبرونوکې ويل شوي دي چې يرغلګرو په لسګونو دولتي ودانۍ، دخلکو کورونه او ټولګټې ودانۍ له دې جملې څخه د کندز ښار د بريښنا عمومي برج ته اور اچولى دى .
له بله پلوه د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال قسيم جنګل باغ وايي: تر شپې پورې به د کندز ښار ټولې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.
ده تاييد کړه چې امنيتي ځواکونو د ښار زياتې ساحې له طالبانوڅخه بېرته نيولې دي.
د کندز اوسيدونکي وايي: د ښار په ګوټ ګوټ کې د طالبانو مړي ليدل کيږي .
دوى وايي چې د خوراکي توکو او اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي .
په خبرکې ويل شوي دي چې د ښار په ځينو سيموکې يوه وچه ډوډۍ په پنځوسو افغانيو پلورلې شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته