سیاست

دحامدکرزي پيغام .

کابل باختر د تلي  دويمه :
د نيکمرغه لوى اختر  په مناسبت دحامدکرزي  پيغام .
دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت دافغانستان ټول مسلمان ملت او دنړۍ  مسلمانانو ته  مبارکي وايم .
دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه  غواړم  چې  دافغانستان سرلوړې ملت  دنيکمرغه لوى اختر ورځې  په خوشحالي سره  تيرې کړي  او ددغو بختورو ورځو په برکت   دسراسري سولې  او ټيکاو  دتامينولو لپاره  له پخوا زيات  يو موټي  او متفق شي .
  تاريخ  ددې شاهد دى  چې زموږ دهيواد ازادي او سوکالي زموږ دخلکو په اتفاق  او ګډ کار  او هڅو کې  نغښتي دي .
له دې امله  له ټولو افغانانو څخه غواړم چې په دغه شان  حساسو حالاتو کې  لاسونه  يوبل ته ورکړي  او ددې هيواد دترقي  او ابادۍ لپاره  له هيڅ راز هڅو څخه  ډډه ونه کړي .
زموږ په هيواد کې ناامني او جګړه  دپرديو دهدفونو او ګټو لپاره  دي  چې په هغو کې  زموږ ملت  قرباني کيږي . موږ ټول بايد  په هوښياري او دقت  او په ملي واکمنۍ  اوګټو په تمرکز سره  خپل ګران هيواد  دپرديو له لاسوهنې او منګولو څخه  وژغورواو دخپل هيواد دابادۍ  ، سولې او امنيت لپاره  په يوه غږ شو .
  يوځل بيا غواړم  زموږ دهيواد  هغو  ميړنيو ځوانانو ته  چې دنن ورځې قوت  او ددې هيواد دراتلوونکې مشران دي  ووايم  چې پرديو هيوادونو ته  دې  له ورتګ څخه ډډه وکړي  او په پرله پسې هڅو او هاند سره  ځان  او ګران افغانستان  داسې ځاى ته ورسوي  چې هيله يې  لري .
  درب العزت له دربار څخه دافغانستان سرلوړي ملت ته  ددايمي سولې  او ارامي  هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته