لندن باختر د ثور شپاړلسمه :
يوه افغان توکمې ښځه د لومړي ځل لپاره د بريتانيا د پايتخت د سيمه يېزو شوراګانو په انتخاباتو کې د خپلې سيمې د استازې په توګه ټاکل شوې ده .
باختراژانس دبي بي سي د خبري شبکې له خولې خبرراکړ ؛ پيمانه اسد درې کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره بريتانيا ته لاړه او له پنځه ويشتو کلونو وروسته په لندن ښار کې د خپلې سيمې د استازې په توګه وټاکل شوه .
دې په خپل ټوېټر کې وليکل؛ پنځه ويشت کاله مخکې زما مور او پلار دسياسي پناه غوښتونکو په توګه له افغانستان څخه بريتانيا ته راغلل او نن هغوى د هرو سيمې داستازې په توګه زما دانتخاب شاهدان دي .
هغه سيمه چې زه له درې کلنۍ څخه هلته ژوند کوم ، وياړم چې دلندن ښار په شوراکې دروګزيت دخلکو استازيتوب کوم .
پيمانې اسد دلندن د کينګز له پوهنتون څخه د امنيت او پراختيا په څانګه کې سند ترلاسه کړى دى .
دې په ٢٠١٤ کال کې دبريتانيا دکارګر ګوند په استازيتوب په سيمه يېزو انتخاباتو کې ګډون کړى و خوبريالۍ شوې نه وه .
د لندن د هرو سيمې زياتره وګړي قومي اقليتونه دي چې هنديان په دغه سيمه کې زيات دي .
په دغو انتخاباتو کې په انګلستان کې دسيمه يېزو شوراګانو ٤٤٠٠ تنه استازي ټاکل شوي دي چې زياتره څوکۍ يې د بريتانيا دکارګر ګوند ترلاسه کړي دي . ختم_ ج _ اکرم