امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :                    
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان پرون په بادغيس ولايت کې ووژل شول.
د بادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندن نقيب الله امنيي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ د مير زايي او چشمه دزدک په کليوکې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې په بادغيس ولايت کې د وسله والو طالبانو دوه مشهور قوماندانان قاري قدرت الله او مولوي بسم الله هم شامل دي.
امنيي زياته کړه: په دغو جګړوکې لس تنه وسله وال طالبان او درې تنه پوليسان ټپيان شوي دي او د دښمن لس موټر سايکلونه د امنيتې ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته