اقتصاد

د سویلي سالنګ ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
د پروان ولایت د سالنګونو ریاست، سویلي سالنګ او تونلونو د ۲۲۰ کیلو ولټه او ۲۰ کیلو ولټه وېشنې شبکې سب سټېشن دوان کال د لېندۍ دمیاشتې په ۲۸ مه نېټه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
باختراژانس ته په راسيدلې خبر کې ويل شوي دي .
د دې سب سټېشن د پرانیستنې په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي، دولتي چارواکو، دپروان والي، د ملي شورای یو شمېر غړو، د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي او د سیمې خلکو ګډون درلود.
د یادو پروژو وړتیا ۸ مېګاواټه امپیر دی، چې د شاوخوا دریو کلونو موده کې، د ۲۰۱۷ کال اپرېل له میاشتې د ۲۰۲۰ کال تر جنوري میاشتې بشپړه شي او په دې کې د ۸ مېګاواټه امپیر وړتیا په لرلو سره د یوه سب سټېشن جوړول او د منځني ولتاژ ۲۰ کیلو ولټه په لرلو شبکه، شامل دي. له دې څخه به د سالنګونو ریاست په روښانولو او تونلونو کې د هوابدلېدو لپاره کار واخیستل شي.
د مالیې وزارت سرپرست قیومي، د دې پروژې د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" د افغانستان د حکومت یوه پالیسي داده، چې له نړیوالو معیارونو سره برابره د برېښنا یوه ملي شبکه ولري، نه یوازي دا چې د انرژۍ له پلوه ځان بسیاینې ته ورسېږو، بلکې د انرژۍ د لېږد د دهلیز په توګه، د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته ولېږدوو" نوموړي زیاته کړه، د افغانستان حکومت په دې برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي او زه ډېر خوښ یم، چې د سویلي سالنګ سب سټېشن پرانیزم، دغه شبکه ۲۲۰ کیلو ولټه ده، چې د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادارې له لوري د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تمویلېږي."
د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس امان الله غالب، وویل: " برېښنا د نننۍ ټولنې لازمي اړتیا ده او د افغانستان برېښنا شرکت هوډمن دی، چې ترخپله حده او توانه پوری دغه اړتیا پوره کړي، د سالنګونو روښانول د مسافرینو لپاره چې له دواړو لوریو تګ راتګ لري ډېر اړین دي او د برېښنا انرژۍ پرمټ هغه ګازونه چې د موټرونو له کبله تولید شوي دي پاک او تصفیه کېږي."
د یادولو وړده، چې د سویلي سالنګ د سب سټېشن جوړولو چارې ۳ کاله وړاندي د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې وې. دغه پروژه د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادراې (USAID) په مرسته تموېلېږي او د دې سب سټېشن د جوړولو چارې د USLUEL-OMRAN JV شرکت پر غاړه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته