امنیت

دوه تنه په اعدام محکوم شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦ دبغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ ابتداييه محکمې دوه تنه چې د وژنې تور پرې لګول شوى دى؛ نن په اعدام محکوم کړل. دنهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد ناصر اسدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نهرين ولسوالۍ د ابتداييه محکمې په دوو جلاجلا قضيوکې د قضايي علني غونډې په ترڅ کې دوه تنه چې د وژنې تور پرې لګول شوى دى؛ په ډيرو سختو مجازاتو يعنې اعدام محکوم کړل. خبرځاى وويل: ددغې محکمې پريکړه وروستۍ نه ده او د تورنو کسانو د استيناف غوښتنې حق محفوظ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته