ورزش

د خراسان، پیام آسیا، پيمان او د انصاري ټیمونو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د مرغومي دمیاشتې ۲۹
په هرات کې د فوټبال د شپاړلس کلونو ځوانانو د ټیمونو سیالۍ نن په څلورو لوبو سره دوام کوي.
د هرات ولایت د ورزشي آمریت مرستیال ضیاالحق ضیا د باختر آژانس خبریال ته وویل: په دې پړاوکې د رازي او آزادۍ، آریا او هیواد، آرش او باختر او د هیري او آمو ټیمونو لوبه کوي.
د ضيا د څرګندونو له مخې: دغه سیالۍ د ديرشو ټیمونو ترمنځ په هرات کې پیل شوې چې په پرونیو لوبوکې د خراسان، پیام آسیا ، پیمان او د انصاري ټیمونو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته