سیاست

دمخابراتو وزارت او دلسو نورو وزارتونو ترمنځ دتفاهم دتطبيق دڅرنګوالي درپوټ ورکولو غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
دمخابراتو وزارت او دلسو نورو وزارتونو او ادارو ترمنځ دتفاهم ليک دتطبيق دڅرنګوالي درپوټ ورکولو په موخه پرون د جمهوررييس دفوق العاده استازي احمدضيامسعود په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوه .
د جمهور رييس دفوق العاده استازي دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت اودلسو نورو  وزارتونو ترمنځ دتفاهم ليک دتطبيق دڅرنګوالي رپوټ  وړاندې شو  چې يوشمير  وزارتونو او دولتي ادارو  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ  وزارت له خوا دمعرفي شويو سلاکارانو دمعرفۍ له امله رضايتمندي څرګنده کړه.د جمهوررييس فوق العاده استازي  څرګنده کړه چې دتفاهم ليک دلاسليک کولو له وخت څخه  اته مياشتې تيريږي  او دهغه لګښت له مخې  چې شوى دى دومره   لاسته راوړنې نه لري  او دموافقه ليک دنه تطبيق دلايل او عوامل او ستونزې يې بايد روښانه شي  .
ده دغه راز وويل ؛ چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او ددغه وزارت  له خوا دمعرفي شويو سلاکارانو درپوټونوله مخې:  يوشميروزارتونو  دافغانستان په ملکي اداره کې  دبنسټيزو اصلاحاتو په نسبت خپله نه علاقمندي ښودلې ده   چې ددوى دا کار به دافغانستان دادارې په نسبت دخلکو هيلې  په اوبو  لاهو کړي.
ده دغه  راز په يوشمير وزارتونو کې دموازي ادارو  جوړول ناسم کار وباله او ويې ويل هغه تصميمونه چې  دښې حکومتوالۍ په تناقص کې نيول کيږي بايد وڅيړل شي  چې دخلکو هيلې  ترسره شي. له بلې خوا هم  ده دوزارتونو له خوا  دمعلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې داستخدام شويو سلاکارانو په باب درپوټ  دوړاندې کولو غوښتنه  وکړه.
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت تخنيکي معين وزارتونو ته دمعرفي شويو سلاکارانو دکړنو درپوټ په وړاندې کولو سره وويل ؛  دهغه تفاهم له مخې چې  دلسو وزارتونو له چارواکو سره شوى دى ، دعامې روغتيا او دلوړو  زده کړو وزارتونه په دې بريالي شوي دي  چې له خپلو اړوندو سلاکارانو سره ښه کارونه ترسره کړي او نورو وزارتونو دهغو ستونزو له مخې چې دسلاکارانو او ا دارو له خوا شتون لري ديادونې وړ کار نه دى ترسره کړى.
ده زياته کړه : په ادارو او وزارتونو کې  ددغو سلاکارانو  نه اغيزمنتوب ، ديوشمير دغو ادارو نه همکاري  اوپه ځينو سلاکارانو کې دمديريتي نوښت نشتوالى و چې دا کار ددې غوښتنه کوي چې دځينو سلاکارانو په استخدام کې نوى نظر وشي اوله وزارتونو څخه وغوښتل شي چې په  جدي توګه دهغوى له نظريو څخه دافغانستان د ادارې دبرقي  کولو لپاره کار واخلي.
دلوړو زده کړو وزارت معين دخپلو کړنو  درپوټ له و ړاندې کولو وروسته څرګنده کړه چې په دې  وزارت کې مو اووه  کاله مخکې دمعلوماتي تکنالوجۍ پاليسي  جوړه کړې  وه او دکانکور دآزموينو بهير او  حاضري مو برقي کړې ده او ددرسي کتابونو په برقي  کولو  کار دوام لري  چې دسترو پروګرامونو دتطبيقولو لپاره  زياتو بشري ظرفيتونو ته اړتيا ده .
له بلې خوا هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ددغه وزارت  دځينو برخو دبرقي کولو په لاره کې پروګرامونه وړاندې کړل او ويې ويل ؛ چې ددغو سلاکارانو په معرفي کولو  نه خبرتيا  يوه  داسې مسئله ده  چې  لا تراوسه پورې  وزارتونه دهغوى  له ظرفيتونو څخه په استفادې نه دي بريالي شوي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت به له دې وروسته هڅه او هاند وکړي چې دهغوى له ظرفيت څخه استفاده وکړي.
دې  څرګنده کړه   چې ددولتي رسنيو په برخه کې   دبرقي کولو دپروګرامونو دتطبيق  او دبرقي حکومتوالۍ دپياوړتيا لپاره دمناسبو امکاناتو او بودجې نشتوالى  يوه  جدي ستونزه ده.
دغه راز دهېواد دکورنيو چارو وزارت  دپاليسۍ مرستيال دخپلو ادارو دبرقي کولو په باب دکار په برخه کې وويل ؛ چې دکورنيو چارو وزارت دمخابرې او دمعلوماتي تکنالوجۍ رياست په څو وروستيو کلونو کې په دې بريالي شوي دي   چې دپاسپورټ  دويش خدمتونه ، دوګړو داحوالو ثبت  او دپاسپورټ دترلاسه کولو دفورم  دانلاين  ويش برقي کړي او هغه سلاکار چې دمخابراتو  وزارت له خوا  معرفي شوى دى هلې ځلې کوو  چې دهغه له ظرفيت څخه  دترسره شويو کارونو ترڅنګ استفاده وکړو.
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت  دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت او ددغه وزارت ترمنځ دتفاهم ليک دبشپړتطبيق  خبر ورکړ او ويې ويل  چې دغه وزارت دهغه پلان له مخې  چې درلود يې   داړونده سلاکار له ظرفيت څخه په استفادې سره په دې بريالى شوى دى   چې د ادارو له برقي کولو څخه  بشپړ پرنزتيشن دعامې روغتيا وزارت ټولو مسوولينو ته وړاندې کړي او تخصص دبشپړولو  د ازموينې بهير مو برقي کړى دى   او لس زره پوښتنې مو پکې شاملې کړې دي  او په بشپړه توګه ددغه تفاهم ليک دتطبيق په برخه کې مو عملياتي پلان برابر کړى دى.
د جمهوررييس فوق العاده استازي  دترسره شويو اجرااتو  درپوټونو له اوريدو وروسته دمخابراتو  وزارت  او دنورو وزارتونو ترمنځ دتفاهم ليک دتطبيق په برخه کې وويل : وزارتونه مسووليت لري چې خپل مامورين  له معلوماتي تکنالوجۍ څخه په استفادې مکلف کړي ؛چې د هېواد په ادارو کې اصلاحات رامنځته شي .
دغه راز پريکړه وشوه  هغه وزارتونه  او ادارې  چې دمخابراتو له وزارت سره يې تفاهم ليک لاسليک کړى دى  بايد دبرقي  حکومتوالۍ دپياوړتيا په برخه کې خپل کاري پلان برابر او په راتلوونکې  غونډه کې دې وړاندې کړي او دغه راز دسيمه ييزو ارګانونو له ادارې څخه دې  يو هيئت  دولايتونو دبرقي تجهيزاتو  د حالت دڅيړنې په خاطر وټاکي  او د مخابراتو وزارت مکلف کړاى شو چې دبرقي تجهيزات  دترميمولو طرحه برابره کړي .
دغه راز پريکړه وشوه چې په مياشت کې  يوځل دې غونډې  جوړې شي چې دغه تفاهم ليکونه په بشپړ ډول تطبيق شي .
ديادونې وړ ده چې  په دې غونډه کې  د جمهوررييس فوق العاده استازي په منظم ډول دتفاهم ليک دتطبيق په لاره کې دلوړو زده کړو اودعامې روغتيا  دوزارتونو کړنې وستايلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته