کابل باختر دکب يوولسمه :
د ١٣٩٦ کال په پسرلۍ کې دپنجشير ولايت دپرمختيايي پروژې دتطبيق لپاره څوارلس مليونه امريکايي ډالر تخصيص ورکړى شوى دى .
دغه پيسې په يوکال کې يواځې دولايت لپاره دبيا رغاونې ، ظرفيت جوړونې ، او دکرنيزو پروګرامونو دپراختيا دپروژو په برخو کې په پام کې نيول شوي دي .
دپنجشير ولايت داقتصاد رياست مسوولين وايي څوارلس مليونه امريکايي ډالر په ټولنيزه توګه دغه ولايت ته تخصيص ورکړشوى دى .
دغه مسوولين وايي دڅوارلسومليونو ډالرو په لګيدو سره دپنجشير ولايت په ظاهري څيره کې به مثبت بدلون راشي .
دپنجشير ولايت داقتصاد رييس احمد احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل اداره يې ټينګار کوي چې دغه پيسې په هره برخه کې چې اړتيا وي په ښه ډول ولګول شي .
0 1 دقیقه لوستل