سیاستخبرونه

د بحران د نړيوالې ډلې کارپوهان: امريکا په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي عامل دى

 کابل/ د کب ٣مه / باختر

د بحران د نړيوالې ډلې يو وتلى کارپوه وايي چې په سختو اقتصادي شرايطو کې پر افغانستان د امريکا لګول شوي بنديزونه د ميليونونو افغانانو د لوږې اصلي عامل دى.

د نيويارک ټايمز د خبرله مخې؛ د بحران د نړيوالې ډلې د افغانستان د برخې کار پوه ګريم اسمت له دې ورځپاڼې سره  په خبرو کې ويلي دي ” ُ د لويديځ لګول شوي اقتصادي محدوديتونو په افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځته کړى او په لسګونو ميليونه افغانان يې له لوږې سره مخ کړي دي”

دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې د نړيوالې کمېټې رييس ديويد ميليبند هم ويلي دي چې  اوسنی بحران کولاى شي د افغانستان له شل کلنې جګړې زيات تلفات واړوي  چې اصلي مقصر يې امريکا دی چې د دغه جګړه ځپلي هېواد شتمنۍ يې کنګل کړې ده.

ورځپاڼې په دوام کې ليکلي دي په داسې حال کې چې په افغانستان کې روانه وچکالي  په وروستيو څو لسيزو کې ډيره بده وچکالي ده. امريکا په دغه هېواد کې يو بحران  په ناتار بدل کړى دى.

خبرځايونه زياتوي: په  بنديزونو او د دغه هېواد د دولتي شتمنيو په کنګل کولو کې کولاى شو د امريکا په دريځونو کې يو دول ليونتوب وګورو. په واقعيت کې امريکا ټولې دغه هلې ځلې د خپل تحريمي رژيم د تبلیعاتو د ښه والي لپاره ترسره کوي، په داسې حال کې چې اصلي زيان يې خلکو ته رسېږي چې له سختو اقتصادي شرايطو سره لاس او ګريوان دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته