کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو آمر پرون په بغلان ولايت کې شهيد کړای شو .
د بغلان يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په بلخ ولايت د هوايي ډګر د استخباراتو آمر له هغه وروسته شهيد شو چې طالبانو دپلخمري ښار د شمال باغ د ملايانو په ساحه کې د ده د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې.
ويل کېږي طالبان له دغې پېښې وروسته له ساحې څخه په تيښتې بريالي شول او پوليس د دښمن د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
ختم_ ف _ ج _ اکرم