کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو وزارت په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له حکم سره سم، جميله افغان د کار، ټولنيزو چارو او د معلولينو وزارت د شهيدانو او معلولينو د چارو د معينې په توګه او احمدشاه صالحي د دغه وزارت د کار د معين په توګه ټاکل شوي دي.