دمشق ايرنا باختر دوري دمياشتې ١٠ :
د داعش د تروريستي ډلې يو قوماندان عمر الفاروق التکري د سوريې په الحسکه ولايت کې ووژل شو.
د ايران دولتي خبري آژانس نن خبرورکړ چې د داعش تروريستي ډلې د سوريې په الحسکه ولايت کې د خپل يو پوځي قوماندان د وژل کيدو خبرورکړ.
د داعش تروريستي ډلې اعلام وکړچې ددغې ډلې يو قوماندان عمرالفاروق التکري په سوريه کې د النصره جبهې له تروريستي ډلې سره په نښته کې ووژل شو.
دغه جګړه دوه ورځې مخکې د سوريې په شمال لويديځ کې د الحسکه ولايت په مرکده کلي کې پيل شوې ده .
په وروستيو مياشتوکې د دغو دوو تروريستي ډلو داعش او د النصره جبهې غړي او قوماندانان د سوريې په بېلابېلو سيموکې ددغو دوو ډلو ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل