امنیت

په يوه ښوونځي کې دماين دچاودنې له امله ددغې ښوونځي ودانۍ ونړيده

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې  ديوه ښوونځي  په درسي ټولګې کې  ځاى پرځاى کړى شوې ماين  وچاوديد .
  ځاى پرځاى کړى شوي ماين نن  دمرکزي بغلان ولسوالۍ  دنوي بغلان دليسې  په يوه درسي خونه کې  وچاوديد .
دمرکزي بغلان ولسوال  ګوهر خان بابري  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه ماين  په يوه تشه درسي خونه کې وچاوديد چې دخونې دنړيدو او  دښوونځي ودانۍ ته دمالي تاوان داوښتو سبب شوه . خو له نيکه مرغه دسرزيان يې نه دى اړولى .
  دبغلان ولايت  دپوهنې رياست  دخبري څانګې مسوول  دغه پيښه  ددغې ليسې دمنسوبينو ترمنځ  دشخصي دښمنۍ  زيږنده وبلله او ډاډ يې ورکړ چې دقضيې عامل به  وپيژندل شي  او دقانون منګولو ته به وسپارل شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته