امنیت

په بغلان کې دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
دبغلان ولايت په مربوطاتوکې تېره شپه دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.
دعامه نظم او امن د کنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه طالبان دمرکزي بغلان د ولسوالۍ د پنجشيرانو پلګي په ساحه کې چې غوښتل يې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او دواړه ووژل شول.
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په بغلان ولايت کې په لسګونو تنه ماين ښخوونکي د خپل ماين د ښخولو په وخت کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته