امنیت

يو ځانمرګى بريد کوونکى په روزګان کې ووژل شو

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
يو ځانمرګى بريد کوونکى په روزګان ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شو دغه بريد کوونکى پرون ناوخته دپوليسو په يوه ډله سرتيرو ناڅاپي ډزې وکړې او يو پوځي يې وواژه خو په خپله دسرتيرو په ډزو کې ووژل شو.
د روزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار يو امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل په دې پيښه کې ځانمرګى بريد کوونکى ووژل شو او يو سرتيرى شهيد شو.
ده وويل يرغلګر بريالى شو چې دپوليسو يو سرتيرى په ډزو سره ووژني خو په خپله هم دنورو پوځيانو په ډزو کې ووژل شو .
ديوبل خبرله مخې، امنيتي ځواکونو دوه تنه يرغلګر په روزګان ولايت کې په يوې پوستې له بريد مخکې په ډزو سره ووژل .
دغه يرغلګر تيره شپه کله يې چې غوښتل په چهارچينو ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړي دپوځيانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.
د روزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وايي دواړه يرغلګر مخکې له دې چې کوم کار وکړي دپوځيانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته