روغتیا

سوېډن له افغانستان سره د کرونا ١٢۴زره دوزه واکسين مرسته وکړه

کابل / د زمري ۸مه / باختر
له افغانستان سره د سوېډن د کرونا مرسته شوي واکسين د هېواد عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې مرسته کې د «آسترازنکا» واکسين ١٢۴ زره دوزه شامل دي او د تطبيق بهير يې د شنبې په ورځ په روغتيايي مرکزونو کې پيلېږي.
د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت رييس او وياند ډاکټر دستګير نظري د افغانستان د دولت او د عامې روغتيا وزارت په استازيتوب د سوېډن د دغې مرستې په خاطر مننه وکړه او د کروناواکسين او د کروناويروس د کمښت لپاره اغېزمنه لاره وبلله.
ډاکټر نظري وويل چې دغه واکسين پر هغو کسانو تطبیقېږي چې د «آسترازنکا» واکسين لومړى دوز پخوا ترلاسه کړی و او د واکسين د نشتوالي په دليل د دويم دوز له اخیستلو څخه پاتې و.
هغه زياته کړه چې ډېر به د «کوواکس» بنسټ د مرستو «آسترازنکا» واکسينونونه افغانستان ته راورسېږي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته