ټولنه

١٣٩٨ هجري لمريز کال دسرکوزي کال دى .

-کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
هرکال دلمريز تقويم له مخې ديوه حيوان په نامه نومول کېږي .
دکال  نومونه  لومړى په بودايي  فرهنګ کې ترسره شوه ١٣٩٨ هجري لمريز کال دنوي کليزې له مخې  دسرکوزې کال دى .
سرکوزۍ دتي لرونکو  حيواناتو له جملې څخه  دي غوښه او واښه خوري سرکوزي ډير زيرک  حيوانات دى  او له ټولنيز  ژوندانه سره سخت علاقمندي لري .
له دې امله  چې سرکوزي له خوړو او ويده کيدو سره مينه لري دغه کال دتنبلي او چاغوالي  څرګندوى بولي .که چيرې په مثبت لوري تعبير شي  سرکوزى دشتمنى او دنعمت دزياتوالي څرګندوى بولي .
دښځو د حقوقو دبرخې ديوې فعالې  حميرا ثاقب  دڅرګندونوله مخې، هغه کسان چې دسرکوزي په کال کې پيداکېږي په معمولي  توګه هوښيار انسانان دي او دنورو په سترګه  ټولنيز  نه دي هغوى په ښکاره  ارام دي اومهربان زړه لري خو په ژوندانه کې  کافي خپلواکي نه لري .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته