۱۸- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
د بلخ د اراضۍ رياست مسوولين وايي چې له اويايمې لمريزې لسيزې وروسته په دغه ولايت کې څه دپاسه ١۵٠ زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده او دغه اداره بريالۍ شوې ده چې ٤٢زره جريبه ځمکه بېرته ترلاسه کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د اراضۍ رياست سرپرست عظيم الله وويل چې دغه اداره بريالۍ شوه چې ۱۵ زره جريبه ځمکه بېرته ترلاسه کړي او د نورو غصب شويو جايدادونو د ترلاسه کولو بهير دوام لري.
ختم- ج – ا
3 د یوې دقیقې څخه لږ