امنیت

د ملي اردو يو سرتېرى په لوګر کې شهيد شو

کابل/ د سلواغې ٦مه/ باختر
د ملي اردو يو سرتېرى پرون په لوګر کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيد اويوبل سرتېرى ټپي شو.
د٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا د مطبوعاتو مسوول احمدشکيل تسل باختراژانس ته وويل؛ د تندر قول اردو د ځواکونو د سپرلۍ پر موټر د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د قندهاري پله په ساحه کې پرون د وسله واله والو طالبانو له لورې بريد وشو.
هغه زياته کړه په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى شهيد او بل سرتېرى ټپي شو.
د پېښې يو شاهد وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو ٣ سرتېري شهيدان شول.
او وسله والو طالبانو د ملي اردو د ځواکونو يو رنجر موټر او څو وسلې له ځان سره يووړې خو تسل په دې اړه څه ونه ويل.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته