امنیت

دهلمند دماشومانو دروزنې مرکز پرانستل شو .

کابل باختر دسلواغې لسمه
دهلمند ولايت دماشومانو دروزنې مرکز پرون دعدليې دوزير له خوا پرانستل شو .
  دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه مرکز دپرانستلو په وخت کې وويل چې دغه مرکز ٤٣ خونې لري او دانګلستان له خوا دنهه سوه اوولسو زرو ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .
دعدليې وزير په دې ترڅ کې چې دانګلستان ددولت دمرستو له امله مننه وکړه له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې ددغه مرکز په ساتنه کې جدي پاملرنه  وکړي .
دغه راز دعدليې وزير حبيب الله غالب پرون دهلمند ولايت دعدليې درياست دبنسټ ډبره کيښوده .  دغه ودانۍ  دعدليې وزارت دبودجې په لګښت ددوه جريبه ځمکې په ساحه  کې جوړشوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته