اقتصاد

په فراه کې دنهو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

فراه باختردمرغومي دمياشتې ٤نيټه:
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييزقوماندان په ګډون نهه تنه  طالبان  دغوڅ ملاتړدځواکونو په دوو جلاجلا هوايي بريدونو کې ووژل شول .
د فراه ولايت دامنيې قوماندانۍوياند محب الله محب د باخترآژانس خبريال ته  وويل ؛         د غوڅ ملاتړهوايي ځواکونو الوتکو د پشت رود ولسوالۍ په کاريزک کلې دوسله والو طالبانو په يوه مرکزهوايي بريد وکړ چې له امله يې د ملازوري په نامه د وسله والو طالبانو قوماندان له پنځو تنو افرادوسره يې ووژل شول .
ده وويل  په دغوعملياتو کې دوسله والو طالبانو دوه ليږدونکي واسطې له يوشميرسپک او درانده جنګي وسايلو سره له منځه وړل شوي دي.
ده  وويل  دغه راز دغوڅ ملاتړد ځواکونو الوتکو د فراه ولايت  دپشت رود ولسوالۍ     په کاريزبدان کلي کې دوسله والوطالبانو په يوه  فولدرموټرهوايي بريد وکړچې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودهغوى موټرله منځه وړل شوى دى.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته