سیاست

اجراييه رييس دملګرو ملتو دسازمان دکرنې او خوړو د ادارې له استازي سره وکتل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دخوړو او کرنې د ادارې له استازي توميو شيچيري سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې توميو شيچيري ددغه سازمان دفعاليتونو په باره کې اجراييه رييس ته رپوټ وړاندې کړ او دغه راز دافغانستان په باره کې دبروکسل په کنفرانس کې دګډون لپاره ددغه سازمان دتياري خبر ورکړ .او دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دکرنې او خوړو د ادارې له فعاليتونو سره د اجراييه رييس دهمکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه .
اجراييه رييس په افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دکرنې او خوړو د ادارې داستازي دفعاليتونو له امله په مننې او قدردانۍ سره هغو ته داجراييه رياست د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته