امنیت

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

کابل/ د چنګاښ۱۴مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي برخې لوړپوړو چارواکو نن د هیواد پر عمومي امنیتي وضعیت، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو  غونډه وکړه.

جلسې ته په راپور کې وویل شوه،ل چې  له  قطر  تړون او ټولو نورو هوکړو سره سره هم سږ کال د تېر کال په پرتله جګړې او تاوتریخوالی کم شوي نه دي.

د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نننۍ ناسته کې د هیواد په کچه له هدفي وژنو او جنايي جرمونو سره د مبارزې د شته میکانیزمونو د تطبیق چارو او پرمختګونو ته  هم بیا کتنه وشوه  او پر ټولو د قانون د یو شان تطبیق او حاکمیت په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته