امنیت

د ارغنداب اداري مدير د غلچکي برید ښکار شو

_قندهار باختر د لیندۍ د مياشتې ۱۴ مه
د قندهار ولایت په مرکزکې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدير د يوه غلچکي برید ښکار او شهيد شو.
دغه برید نن سهار د قندهار ښار اړوند د دريېمې امنيتي حوزې په سیمه کې شوى دى چې له امله يې د محمد يوسف په نامه د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدير شهيد کړاى شو.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ مسوولین هم دغه بريد تاييدوي او زیاتوي چې له پېښې وروسته بريدګر هم وژل شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته