سیاست

حاجي محمد محقق دمحمداشرف غني او دډاکتر عبدالله عبدالله دښه نيت پيغامونه دايران جمهوررييس ته وړاندې کړل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجرائيه  رياست مرستيال حاجي محمد محقق  نن  دايران داسلامي جمهوريت له جمهورييس  ډاکتر حسن روحاني  سره وکتل او ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا اوپه دغه هېوادکې دميشتو افغان مهاجرينو  ديو لړستونزو په باب يې   ورسره  خبرې  وکړې .
دتهرا ن له ښار څخه دباخترآ ژانس داستول شوي خبريال احمدضيا احمدي دخبرله مخې : په دې کتنه کې دهېواد اجرائيه رياست مرستيال په دې ترڅ کې چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دمحمداشرف غني او داجرائيه رييس دډاکتر عبدالله عبدالله ليکلي  پيغامونه دايران داسلامي جمهوريت  جمهوررييس ته  وړاندې کړل په دغه هېواد کې يې  دهغو څلورسوه پنځوسو زرو  افغانانو  داستوګنې دويزې  دتمديد  په باب  چې پاسپورت لري  ، دافغان محصلانو  په تيره بيا دطب په څانګو کې دمحصلانو دتحصيلي  لګښتونو دکمښت ، په ايراني ښوونځيو کې  دزده کوونکو دتحصيلي لګښت  دورکړې دمعافيت  ، په  ايران کې د استوګنې دسندونو دنه لرونکو زده کوونکو دنوم ليکنې اوشموليت ،. افغان کارګرانو ته دکار  دمجوز دصادرولو  او قانونمند کيدو   او ايران او افغانستان ترمنځ داستوګنې دسندونو دلرونکو مهاجرينو دتګ راتګ په خاطر  دلازمو اسانتياو دبرابرولو  په باب خبرې وکړې.
دغه راز دايران داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې ترڅ  کې چې له افغاني  هيئت سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه په افغانستان کې دملي وحدت ددولت د جوړيدو هرکلى هم وکړ  اوپه ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو ددغو ستونزو دحل کولو په اړوند يې  دهمکارۍ  ژمنه وکړه.
روحاني  دنشه يي توکو ستونزو ته په اشارې سره  څرګنده کړه  چې دايران دولت  دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې  له افغانستان سره مرسته کوي او دکوکنارو دبديلې کرکيلې په برخه کې هم مرسته او همکاري کوي .
ديوبل خبرله مخې :  دهېواد داجرائيه رياست مرستيال حاجي محمد محقق   دايران داسلامي جمهوريت  داسلامي شورا  دمجلس له رييس علي لاريجاني  او ددغه هېواد دبهرنيو چارو له وزير  ډاکتر  جواد ظريف  سره په جلاجلا کتنو کې  دپوهنې  ، لوړو زده کړو او دروغتيا  په برخو کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو او همکاريو دپراختيا  او په دغه هېواد کې دميشتو افغان مهاجرينو دستونزو دلرې کولو په باب  خبرې وکړي .
دايران  داسلامي شورا  دمجلس رييس  له افغاني هيئت سره دکتنې له امله  دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې دملي وحدت ددولت په جوړيدو سره  افغانستان  دترقۍ اوپرمختګ لاره ووهي.
ده دخپلو خبرو په دوام   په ايران د افغان مهاجرينو دستونزو دحل کولو په اړوند دهمکارۍ  ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته