امنیت

دمشورتي لويې جرګې دامنيتي کميسيون ويندوى : دهيواد والو د سردساتنې په خاطر کلک امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي .

کابل باختر د لړم ديرشمه :
  دمشورتي لويې جرګې د جوړولو دکميسيون  ويندوى  صديق صديقي نن په
يوه خبري غونډه کې  په کابل ښار کې د ډاډمن امنيت دتامينولو خبر ورکړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :   ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دتروريستي توطيې  دعاملينو دنيول کيدو يادونه وکړه  او ويې ويل  چې په  دې اړوند جزئيات دمشورتي لويې جرګې له پاى ته رسيدو وروسته وړاندې کيږي .
ده  دغه  راز  وويل  : د باوري اطلاعاتو له مخې دسيمې دهيوادونو په استخباراتو پورې اړوندو کړيو هلې ځلې وکړې  چې دمشورتي لويې جرګي دجوړولو  امنيت ګډوډ کړي خو دهيواددامنيتي ځواکونو د نه ستړې کيدونکو او صادقانه هلوځلو له امله دغه توطيې  شنډې شوي دي .
په پاى کې دمشورتي لويې جرګې دجوړولو دامنيتي کمسيون ويندوى  له امنيتي ځواکونو سره دکابل ښار دخلکو دهمکارۍ   له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دهيوادوالو د سردساتنې په خاطر ټول لازم امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته