خبرونهنړۍ

د حماس له بنده د اسرایلي اسیرانو د ازادېدو وروستۍ خبرې هیله بښونکې وې

نړۍ، د لېندۍ ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

وړمه ورځ د اسرایلو د استخباراتي اژانس(موساد) د مشر او قطر د لومړي وزیر ترمنځ د اسرایلو او حماس ترمنځ د نورو زندانیانو د تبادلې او ازادېدو په اړه خبرې شوي، چې د رسنیو د راپورونو په حواله هیله بښونکې وې.

سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د ډېوېډ بارنیا او محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني ترمنځ خبرې مثبتې وې او غزه کې د درې اسرایلي اسیرانو تر وژل کېدو یې چټکتیا پیدا کړې.

دغه راز اسرایلي رسنیو بیا خبر ورکړی، چې د موساد مشر د دغو خبرو پر مهال شنه او هیله بښونکي چراغونه ترلاسه کړي.

که چېرې دغه خبرې بریالۍ شي، ممکنه ده غزه کې یو بل اوربند ته لاره هواره شي.

باید وویل شي، چې غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ جګړه لاهم روانه ده او تر ډېره یې قربانیان ملکي فلسطینیان دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې سیمه کې وضعیت ورځ تر بلې لا ډېر کړکېچن کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته