امنیت

د یوه قوماندان په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٥مه  
د یوه قوماندان په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان د هوایي بریدونو له امله وژل شوي او ٧ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د ایتلاف قواوو بی پیلوټه الوتکی پرون د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکی په وسله والوطالبانو هوایي برید وکړ چې په ترڅ کې یې  د عبدالجبار په نامه د یو تن قوماندان په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
داغه راز د دغې ولسوالۍ د نجیل په سیمه کې ملي دفاعي امنیتي ځواکونو د تلاشۍ په وخت کې د ولس خان په نامه یو تن له دوه جوړه نظامي دریشیو او یوه اندازه مهماتوسره یوځای نیولی دی.
د يو بل خبر له مخې:
دکاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د توت پاڼه او شاتورۍ په سیموکې د ایتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه باندې هوایي برید ترسره کړ چی په ترڅ کې یې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او قرارګاه ویجاړه شوه او دغه راز ٢ تنه کوچنیان چی یادمرکزته راغلي وو، هم وژل شوي دي.
په یو بل خبرکې ویل شوي  دي چې د۲۰۱ سیلاب قول اردو د دويمې پلي لوا اړوندو ځواکونو پرون د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ پورې اړوند سیدخیلوکڅ سیمه کې له ملي پولیسو او سیمه يیزپولیسو سره یوځای چاڼیزعملیات ترسره کړل چې له امله یې ۶ تنه شکمن کسان ونیول شول.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته