اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې دولس ډالره زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر د تلي  شپاړلسمه :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس  سره زرو په بيه کې دتيرې ورځې په پرتله  دولس ډالره  زياتوالى ليدل کيږي .
پرون  په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو  په ١٣١٣ ډالره  وړاندې کيده .
خو نن په ١٣٢٥ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٢٠ افغانيو ،  کويټې ٢٥٨٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٥٠٠ افغانيو ،بحريني په دوه
زره دوه سوه افغانيو ، عربي ٢١٠٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٦٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته