کابل باخترد غبرګولې دولسمه :
د هرات والي محمد اصف رحيمي په يوه خبري غونډه کې د هرات ولايت امنيتي ټولنيز او اقتصادي حالات څرګند کړ .
دهرات والي تر ځمکې لاندې دټولو پروژو په تېره بيا د کانونو دامنيت دتامينولو په برخو کې د هرات د سيمه يېزې ادارې چمتو والى اعلام کړ او د اقتصادي ودې او خلکو ته دکاري زمينو دبرابرولو په لاره کې يې دکانونو ايستلو ته اړتيا مهمه وبلله .
د هرات والي زياته کړه؛ دسمنتو فابريکې اعلان ته ورکړ شوي دي چې په ترڅ کې به يې دغه توليدي مرکز څخه ګته اخېستنه له ګاوڼديو هېوادونو څخه دسمنتو د واردولو مخه ونيسي .
رحيمي د هرات ولايت امنيتي حالت ښه وباله خو ويې ويل: دښمن زياتره وخت هلې ځلې کوي چې؛ په هرات کې په پوځي او ملکي هدفونو بريدونه وکړي خو دخداى ( ج ) په فضل خپلوموخو ته نه دي رسېدلي .
د هرات والي وويل : په دې دليل چې د طالبانو پوځي اوامنيتي مسوولانو په هرات ولايت کې لاس ته راوړني نه درلودې د طالبانو مشرانو خپل ټول پوځي مسوولان په دې ولايت کې بدل کړل خو بيا هم هيڅ برياليتوبونه او لاس ته راوړنې نه لري .
ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې؛ په هرات ولايت کې هيڅ اندېښنې او امنيتي ګواښونه شتون نه لري خو سره له دې هم د دفاع او کورنيو له وزارتونوڅخه يې وغوښتل چې په خپلوژ منو عمل وکړي.
د هرات د والي د څرګندونو له مخې؛ په هرات ولايت کې دملي اردو تشکيلات ١٨٠٠ تنو ته زيات شوي دي . ختم- عطاالله _اکرم
1 1 دقیقه لوستل